Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يو نوی ټاکل شوی ولسوال د معرفت په غونډه کې مړ شوی

جلال‌اباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ لپاره نوی ټاکل شوی ولسوال ملا سيدنور سنګري د معرفت په غونډه کې د وينا پر مهال مړ شوی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر صديق‌الله قريشي بدلون د لړم په ۷مه پژواک اژانس ته وويل، ملا سيدنور سنګري چې تازه د خوږياڼو ولسوالۍ ولسوال ټاکل شوی و، نن د زړه د حملې له امله مړ شوی دی.

د خوږياڼو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اول خان پژواک ته وويل، مولوي سنګري د خوږیاڼو ولسوالۍ نوی ولسوال ټاکل شوی و چې نن د معرفت په مراسمو کې د وينا پر مهال مړ شوی دی.

د يادونې ده، ملا سيدنور سنګري له دې مخکې د شينوارو ولسوالۍ د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.