کابل (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وایي، په غور او میدانوردګو ولایتونو کې له څه باندې ۶۸۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیحالله غوثیزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د دغه ولایت په چهارصده، الفاروق او دولینه ولسوالیو کې له ۶۷۸۱ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
هغه وویل چې دغه مرسته د یاد ریاست له لوري د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ وېشل شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې هر کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، پنځه کیلوګرامه دال ورکړل شوي دي.
د میدانوردګو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي رییس مولوي فیضالله جلالي پژواک ته وویل چې نن په دغه ولایت کې له شلو زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه.
هغه وویل چې هرې کورنۍ ته یې د شپږ زره افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي وکړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP