Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نورستان امنیه قومانداني: په دواب ولسوالۍ کې «د مقاومت جبهې» یو غړی ووژل شو

پارون (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د نورستان ولایت امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې «د مقاومت جبهې» یو غړی وژلی دی.

د نورستان ولایت امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ شوې ده.

سرچینې لیکلي: «نورستان ولایت دواب ولسوالۍ بجیګل کلي کې د مجاهدینو له خوا په یوه کشفي عملیاتو کې محب‌الله ولد سیدرسول چه د جبهه مقاومت والا غړی و، ووژل شو.»

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه هیچاته اجازه نه ورکوي چې د نورستان امنیت ته خنډ واقع شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.