ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اشکاشم – پامیر سړک هوارولو او پراخولو چارې د بدخشان په واخان کې پیل شوې

د اشکاشم – پامیر سړک هوارولو او پراخولو چارې د بدخشان په واخان کې پیل شوې

author avatar
29 Oct 2023 - 15:33
د اشکاشم – پامیر سړک هوارولو او پراخولو چارې د بدخشان په واخان کې پیل شوې
author avatar
29 Oct 2023 - 15:33

فیض‌اباد (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲ ): مسوولین وايي چې د پامیر – اشکاشم سړک پراخولو او هوارولو چارې د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې پیل شوې.

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت د دغه وزارت د انجنیرۍ او استحکام رییس مولوي نصرالله منصور، د ۲۱۷ عمري قول‌اردو قوماندان مولوي امان‌الدین منصور، د عمر ثالث ۲۱۹مې فرقې قوماندان ملا حافظ مجاهد او یو شمېر نورو مسوولینو بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه سړک د پراخولو او بیارغولو د کار پرانیسته وکړه.

لوی درستیر د دې پروژې په پرانیسته کې وویل چې د دې لویې لارې په جوړېدو سره به د بدخشان د خلکو اقتصاد د پام وړ وده وکړي.

هغه زیاته کړه چې د یادې حیاتي پروژې کار په ښه او صادقانه توګه د ملي دفاع وزارت د انجنیرۍ ریاست تر جدي څارنې لاندې ترسره کېږي.

بلخوا، د اشکاشم ولسوال مولي حیات‌الله حمیدزاده وايي چې دغه لویه لار د ۲۲ متره په سور او د لسګونه کیلومتره په اوږدوالي د اشکاشم له ولسوالۍ پیل او تر کوچني پامیر پورې غځېږي چې د دفاع وزارت د انجنیرۍ ټيم له لوري به یې کارونه ترسره شي.

ورته مهال، د سیمې یوه اوسېدونکي صفی‌الله د دې پروژې د کار پر پیلېدو خوښي څرګنده کړه، ویې ویل، هیله ده چې دغه لار په پاخه او اساسي ډول جوړه شي او یوه ورځ د هېواد له مهمو بندرونو وګڼل شي.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.