ایبک (پژواک، ۷ لړم ۱۴۰۲): د سمنګان روغتیايي مسوولینو په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو له ډېرېدو خبر ورکړی او وایي چې د روان کال په شپږو میاشتو کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۱۴۹۰۰ ماشومان د مرکز او ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي دي.
د سمنګان عامې روغتیا رییس مولوي محبالله بهاري پژواک خبري اژانس ته وویل، د ارزونې له مخې چې په ۴۷ روغتیایي مرکزونو او د سمنګان ولایتي روغتون کې ترسره شوې، ښیي چې سږ کال د تېر کال په پرتله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.
هغه وویل چې د روان کال په ۶ میاشتو کې نږدې ۲۰۰۹ پر سخته خوارځواکۍ، ۱۲۲۳۱ په متوسطه، ۶۷۵ نور بستري او په ټوله کې ۱۴۹۱۵ ماشومان د سمنګان ولایتي روغتون او ۴۷ روغتیایي مرکزونو ته ور وړل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د روان کال په ترڅ کې د خوارځواکۍ له امله د مړینې ۱۹ پېښې هم د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې ثبت شوې دي.
پېکۍ چې زوی یې پر خوارځواکۍ اخته دی او د سمنګان ولایتي روغتون کې بستر دی وایي، نه پوهاوی او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوی څو یې ماشوم پر دې ناروغۍ اخته شي.
د یوې بلې مېرمنې فریدې چې زوی یې د سمنګان ولایتي روغتون کې د خوارځواکۍ له امله بستر دی وایي: «له دې امله چې زموږ اقتصادي وضعیت ښه نه دی او امیدوارۍ پر مهال مې له ښو خوړو استفاده نه ده کړې، په عین وخت کې مې ډاکټر ته هم مراجعه نه ده کړې نو ماشوم مې پر دې ناروغۍ اخته شو.»
دغه میندې له حکومت او مرستندویه موسسو د پاملرنې غوښتنه کوي.
د سمنګان ولایتي روغتون امر ډاکټر سیدعثمان حمیدي د ډېرو ماشومانو پر خوارځواکۍ اخته کېدو لامل کمزوری اقتصاد، بېوزلي، په کورونو کې په سنتي ډول ولادت او شېدو د ګټو په اړه نه پوهاوی بولي.
هغه وویل کله چې ښځې د اميدوارۍ پر مهال او له ولادت وروسته له قوي او ښو خوړو استفاده ونه کړي، نه شي کولای خپلو ماشوم ته کافي شیدې ورکړي او دا چاره د دې لامل کېږي چې ماشوم کمزوری او په خوارځواکۍ اخته شي.