ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو لویو بندونو بیارغولو ترڅنګ ۱۹ چک‌ډیمونه جوړېږي

غزني کې د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو لویو بندونو بیارغولو ترڅنګ ۱۹ چک‌ډیمونه جوړېږي

غزني ښار ( پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲ ) په غزني ولایت کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو لویو بندونو د بیارغولو ترڅنګ ۱۹ نوي چک‌ډیمونه جوړېږي.

د کابل سندیزې حوزې رییس مولوي حبیب‌الرحمن حقپال نن د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ اړوند د سردې بند په سېمه کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې د سردې بند په ګډون، د سلطان، باغچري، زنخان او بهايي بندونه بیارغول کېږي.

هغه وویل چې د یادو بندونو ترڅنګ ۱۹ د اوبو کوچني بندونه دي چې د غزني ښار په ګډون په ټولو ۱۸ ولسوالیو کې نوي جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د یادو بندونو او چک‌ډیمونو پر بیارغولو او جوړولو به ۵۶ میلیونه افغانیو لګښت راشي، چې د یاد وزارت له داخلي بودجي څخه ورکول کېږي او په راتلونکو اتو میاشتو کې به ګټي اخیستني ته وسپارل شي.

د اوبو او برېښنا وزارت په داسي حال کې د غزني په ټولو ولسوالیو کې د چيک ډيمونو جوړېدو خبر ورکوي چې په دې وروستيو کلونو کې د غزني په ګڼو ولسوالیو کې خلک له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

د اندړو ولسوالۍ یو قومي مشر محمد قاسم وایي، حکومت دې د بل هر ډول رغنيزو پروژو پر ځاي د اوبو مهارولو ته لومړيتوب ورکړي.

هغه وویل چې د دغه ولایت په ډېرو ولسوالیو کې اوبه نه شته، وچکالي زياته ده او د خلکو اقتصاد مخ پر خرابېدو دی.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.