ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیه: افغانستان کې نور باید هیڅ وسله‌وال مخالفت شتون ونه لري

ترکیه: افغانستان کې نور باید هیڅ وسله‌وال مخالفت شتون ونه لري

author avatar
30 Oct 2023 - 22:56
ترکیه: افغانستان کې نور باید هیڅ وسله‌وال مخالفت شتون ونه لري
author avatar
30 Oct 2023 - 22:56

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د ترکیې بهرنیو چارو وزیر له متقي سره په ليدنه کې ویلي چې په افغانستان کې نور باید هيڅ وسله‌وال مخالفت شتون ونه لري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د لړم په ۸مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په انقره کې د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر هاکان فدان سره لېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې په دې ليدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ترکیې د دوه اړخيزو او ډيپلوماتيکو اړيکو کچې پر لوړولو، نوو سوداګريزو دهلېزونو او پر ګڼو سيمه‌ييزو مسايلو هر اړخيزې خبرې وکړې.

د هغه په خبره، دواړو د بهرنيو چارو وزيرانو پر دې ډول ناستو او یو له بل سره په همکاریو ټینګار وکړ.

بلخي لیکلي: «د ترکیې بهرنيو چارو وزير وويل چې دواړه هېوادونه لکه دوه وروڼه غوندي دي او ترکیه به له افغانستان سره خپلې ملګرتیا ته دوام ورکړي.»

د ترکیې بهرنیو وزیر ټینګار وکړ چي نور باید په افغانستان کي هيڅ وسله‌وال مخالفت وجود ونه لري.

هغه چمتووالی ښودلی چې د افغانستان له حکومت سره به په بېلابېلو برخو کي د ظرفيت لوړونې په موخه همکاري کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.