فېروزکوه (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې یو ماشوم د خپل ورور له لوري په خطايي ډز وژل شوی دی.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د تیورې ولسوالۍ د کیلګو کلي یو ماشوم حسیبالله د عبدالقدوس زوی د خپل ورور له لوري په خطايي ډز وژل شوی دی.»
هغه په دې اړه چې د پېښې لامل نیول شوی او کنه، څه ونه ویل.
د یادولو ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې ورته پېښې شوې دي.
Views: 14
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن