کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): په کابل کې د چاپان سفیر د افغانستان د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، هڅه کوي چې د «ناکامورا پروژې» د افغانستان نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د جاپان د پياېماېس خیریه بنسټ مشر ډاکټر تتسو ناکامورا چې په ۱۳۹۸ کال کې ننګرهار کې په یوه برید کې ووژل شو، شاوخوا ۲۵ کاله د افغانانو په خدمت کې تېر کړل؛ هغه د ننګرهار په ښېوې، درهنور، کامې او بهسودو ولسوالیو کې د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره بېلابېلې پروژې پلې کړې دي.
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ محمدخالد الحنفي تېره ورځ د افغانستان لپاره د جاپان له نوي سفیر تاکویوشي کورمایا سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې حنفي په دې ليدنه کې د ډاکټر ناکامورا د بیارغونې پروژو د دوام او پراختیا غوښتنه وکړه او په راتلونکي کې یې هم له دغه هېواد سره د ښو اړیکو هیله وښوده.
سرچينې لیکلي چې په کابل کې د چاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان بیارغونه کې د جاپان د همکاریو ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د ناکامورا پروژې به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
د خبرپاڼې له مخې، د جاپان سفیر د نشهیي توکو او اداري فساد مخنیوي په برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او ویلي یې دي جاپان کولای شي په افغانستان کې خپلې پروژې پلې کړي.