Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن له سریلانکا سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله شپږمه لوبه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن د سریلانکا پر وړاندې لوبه ترسره کوي.

کرکټ بورډ ویلي، نننۍ سیالي به د افغانستان پر وخت د ماسپښين یوه بجه پیل شي.

د راپورونو له مخې، افغان لوبډلمشر تېره ورځ په یوه خبرې غونډه کې ویلي چې دا سیالۍ به د دواړو لوبډلو لپاره سخته وي ځکه له تېر یوه کال راهیسې افغانستان او سریلانکا له یو بل سره ډېر کرکټ کړی او ښه یو بل پیژني.

نوموړی ویلي‎، په نړۍوال جام کې تر اوسه افغان لوبډله ښه روانه ده او دا به د کرکټ په تاریخ کې تر دې مهاله تر ټولو ښه ټورنمنټ وي.

په دغه کنفرانس کې افغان لوبډلمشر د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «موږ هره لوبه فاینل ګڼو.»

افغانستان تر دې مهاله د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پنځه لوبې ترسره کړې، دوه لوبې یې ګټلې او درې نورې یې بایللې دي.

دغه راز د نړۍوال جام سیالیو د نومرو په جدول کې هند لومړی، سوېلي افریقا دویم، نیوزیلینډ درېیم، اسټرالیا څلورم، سریلانکا پنځم، پاکستان شپږم، افغانستان اووم، نیدرلینډ اتم، بنګله‌دېش نهم او انګلیستان لسم ځای لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.