ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې لسګونه میله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

بلخ کې لسګونه میله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي

author avatar
30 Oct 2023 - 14:34
بلخ کې لسګونه میله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي
author avatar
30 Oct 2023 - 14:34

مزارشریف (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): امنیتي مسوولین وایي چې د بلخ په زارع، چهارکنت او مارمل ولسوالیو کې ۳۳ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدیر عطامحمد بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو پنځو ورځو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مارمل، چهارکنت او زارع ولسوالیو کې ۳۳ میله بېلابېل ډول وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.

بلال زیاتوي، یادې وسلې د یو شمېر کسانو له لوري په غیرقانوني ډول ساتل کېدې چې اوس کشف او ترلاسه شوې دي.

د بلال په وینا، په يادو وسلو کې ۲۱ کلاشینکوفونه، ۱۱ تومانچې او یوه پیکا شامل دي.

په ورته وخت کې د یادې قوماندانۍ ویاند محمداصف وایي، د وسلو ټولولو بهیر د بلخ په ټولو سیمو کې پیل شوی او هڅه کېږي ټولې هغه وسلې چې په غیرقانوني ډول د خلکو له لوري ساتل کېږي، راټولې کړي.

وزیري وایي، ضبط شوې وسلې به له قانوني پړاوونو وهلو وروسته ډایاک ته وسپارل شي.

د بلخ امنیې قوماندانۍ معلوماتو له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۲۰۰ مېله بېلابېل ډوله وسلې کشف او ضبط شوې دي.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.