ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر: له پاکستانه به ټول ناقانونه کډوال په دوو پړاوونو کې وایستل شي

د پاکستان کورنیو چارو وزیر: له پاکستانه به ټول ناقانونه کډوال په دوو پړاوونو کې وایستل شي

author avatar
30 Oct 2023 - 11:04
د پاکستان کورنیو چارو وزیر: له پاکستانه به ټول ناقانونه کډوال په دوو پړاوونو کې وایستل شي
author avatar
30 Oct 2023 - 11:04

کابل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د پاکستان کورنیو چارو وزیر ویلي، د ناقانوي کډوالو موندلو لپاره جغرافیایي نقشه بشپړه شوې او له دغه هېواده به ټول ناقانونه کډوال په دوو پړاوونو کې وایستل شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي پرون ناوخته جیو نیوز ته ویلي، دولت د نومبر تر لومړۍ نېټې کډوال داوطلبه ستنېدو ته هڅوي او وروسته له هغه به یې د ایستلو عملیات پیلوي.

هغه څرګنده کړې، له پنجشنبې تر جمعې له ۱۵ تر ۲۰ زره ناقانونه بهرني وګړي په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

نوموړي زیاته کړې، په لومړي پړاو کې به هغه کډوال چې د سفر قانوني اسناد نه لري او دویم پړاو کې به هغه کډوال چې د پاکستان د دولت د پېژندګلوۍ کارت (POR) لري او د کډوالۍ چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ کې ثبت دي، ایستل کېږي.

بوګټي ویلي: «د ناقانونه کډوالو موندلو لپاره جغرافیایي نقشه بشپړه شوې او دولت به ناقانونه کډوال چې هر چېرته وي، په نښه کړي.»

د هغه په خبره، د ناقانونه کډوالو ایستل یوازې په افغانانو پورې محدود نه دي خو په پاکستان کې زیاتره ناقانونه کډوال افغانان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی چې له پاکستانه به سلګونه زره افغان کډوالو ایستنه د بشري ناورین لامل شي.

د یادونې ده، له پاکستانه د ۴۰۰ زره ناقانونه افغان کډوالو ایستلو ته یوازې یوه ورځ پاتې ده.

Views: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.