کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۲) کابل ښاروالۍ هغو کسانو ته د حقونو ورکولو لړۍ پیل کړه چې جایدادونه یې د بېلابېلو پراختیایي پروژو په مسیر او نقشه کې راغلي دي.
د یادې موضوع په اړه جوړه شوې غونډه ته د کابل ښاروالۍ، د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي خالد سجستاني وویل چې اوس مهال په کابل ښار کې د ډېرو پروژو کار روان دی.
نوموړی وایي، په کابل ښار کې د لسو پروژو د استملاک چارې روانې دي چې نن یو شمېر کسانو ته د هغوی د حقوقو ورکولو لړۍ پیل شوه.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له راتلو وروسته په کابل ښار کې په بېلابېلو پروژو کې ۳۲۸ جایدادونه استملاک شوي چې په ټوله کې ۲۴۴ میلیونه افغانۍ د کابل ښاروالۍ له لوري د هغو مالکینو ته ورکړل شوې دي.
د سجستاني د معلوماتو له مخې، په دې کې ځیني داسې جایدادونه هم شامل دي چې شاوخوا لس کاله مخکې استملاک شوي وو خو حقوق یې نه وو ورکړل شوي.
همدارنګه په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ فرهنکي سلاکار او استازي نعمتالله بارکزي وویل، هغو ۱۲۰ کسانو ته چې جایدادونه یې د کابل ښاروالۍ له لوري استملاک شوي وو، د حقوقو د ورکړې لړۍ پیل شوه.
نوموړی وایي، د دغو کسانو ځمکې او جایدادونه د کابل ښاروالۍ د بېلابېلو پراختیایي پروژو په نقشه کې راغلي چې له دې ډلې نن لسو کسانو ته د شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانیو بانکي چکونه ورکړل شول.
هغه زیاته کړه، په ټوله کې د دغو ۱۲۰ کسانو شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانۍ استملاکي حقوق کېږي چې ټولو ته به ورکول شي.
دغه راز د کابل ښار د پولیتخنیک سیمې اوسېدونکی اسدالله چې د سړک په اوږدو کې یې کور ویجاړ شوی، پژواک ته وویل: «درې بسوې کور مې و، شپږ اتاقونه یې لرل، نن کابل ښاروالۍ یو میلیون افغانۍ راکړې چې ماته بسنه کوي.»
نوموړی وایي، ډېر خوشحاله دی چې د ښاروالۍ له لوري يې حقوق ورکول شول.