اسعداباد (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د کونړ وټهپور ولسوالۍ د هوز سیمې خلکو په خپل شخصي لګښت د ۲۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې کړې.
یادې سیمې مخکې د موټرو لار نه درلوده.
د هوز سیمې یوه قومي مشر شیرالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې په لومړي ځل یې دې سیمې ته د څه باندې څلور میلیون افغانیو په لګښت د موټرو لپاره د خلکو په لګښت لار جوړه کړه.
هغه زیاته کړه: «موږ د تېر یوه کال په موده کې په ولسي چاندو نږدې ۲۰ کیلومتره سړک جوړولو چارې بشپړې کړې؛ لا هم یوه اندازه سړک ته اړتیا ده چې ټول کلي سره وصل کړي خو د خلکو نور وس نه رسېږي.»
د نوموړي په خبره، د دغه سړک په جوړېدو کې هره ورځ ۵۰ ځایي اوسېدونکو په رضاکارانه توګه کار کړی دی .
د یادې سیمې یو بل اوسېدونکی او دیني عالم مولوي محمدمنیب افغان وایي، تر اوسه ورسره د سړک په جوړولو کې حکومت او یا کومې موسسې مرسته نه ده کړې او په وینا یې، د دغه سړک جوړولو چارې یوازې د ولسي خلکو په شخصي لګښت او کار سره ترسره شوې دي.
هغه وویل: «د خلکو له راټولې کړو پیسو درې اعشاریه شپږ میلیونه افغانۍ مو سکواټور ته ورکړې، ۴۰۰ زره افغانۍ مو برمې څښتن ته ورکړې او ولس په کې په رضاکاره توګه کار کړی او د لاس په خواریو یې سړک تر یوه حده جوړ کړ.»
هغه وایي، د نږدې یوه کال په موده کې یې ۲۰ کیلومتره سړک جوړ کړ او په وینا یې، لا هم ۵ کیلومتره نور سړک پاتې دی چې د سیمې ټول کلي سره وصل کړي.
د هغه په خبره، حکومت ته په کار ده چې پاتې پنځه کیلومتره سړک چې په مسیر کې یې لویې تیږي او کمرونه دي ورغوي.
ورته مهال، د کونړ د والي ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نجیبالله حنیف وایي: «هوز د وټهپور ولسوالۍ له ګڼنفوسه سیمو ده او څه باندې ۳۰ زره خلک په کې ژوند کوي.»
هغه وایي، په دې غرنۍ سیمه کې چې اوسېدونکو کې یې پر خپل شخصي لګښت د سړک جوړولو هڅې پیل کړې، د ستایلو دي او په خبره یې، ولایتي اداره به هڅې وکړي څو پاتې ۵ کیلومتره سړک هم جوړ کړي.
د یادونې ده، کونړ د هېواد یو غرنی ولایت دی او ډېرې سیمې يې د غرونو له امله یا د موټر لار نه لري او یا هم ډېرې سختې لارې لري.
Views: 162
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن