تالقان (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): تخار کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د چاهاب ولسوالۍ اړوند په سمتي سیمه کې د سرو زرو کان لوېدو پېښه کې درې کانکیندونکي مړه شوي دي.
د تخار د چاهاب مرستیال ولسوال عزیزالله غفران پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولسوالۍ اړوند سمتي سیمه کې شوې ده.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کان کیندونکي د تخار د رستاق، درقد او چاهاب ولسوالۍ د سمتي سیمې اوسېدونکي وو.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د دغه ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې په غیرمسلکي توګه د سرو زرو کان لوېدو پېښه کې درې کانکیندونکي مړه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP