Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سرپل کې د څه باندې اووه میلیون افغانیو په لګښت دوه ټولګټې پروژې پیل شوې

سرپل (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۲): د سرپل ځایي مسوولینو د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې د اووه میلیون او ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو ټولګټو پروژو د چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د سانچارک ښاروالۍ اداري مدیر هدایت‌الله هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغو پروژو لګښت د دې ادارې له بودجې ورکول کېږي.

هغه وویل: «نن مو د تکزار ښار له صمیم لېسې نه نیولې، د سانچارک تر ښاروالۍ د حلقوي سړک کانګرېټ اچونه په شپږ میلیون او ۳۹۲ زره افغانیو په لګښت پیل کړه.»

هغه وویل، د دغه سړک اوږدوالی ۴۴۰ متره، سور یې ۱۲ متره او د کانګرېټ ضخامت ۲۰ ساتني متره دی او ټاکل شوې چې کارونه یې تر دوو میاشتو بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړي دغه راز وویل، د سانچارک ولسوالۍ ښاروالي د  ۱۲۹۸۰۰۰ افغانیو په لګښت د تکزار ښار د شاوخوا کانالونو پخولو چارې هم پیل کړې چې اوږدوالی یې ۵۵۰ متره ژوروالی یې ۶۰ ساتني متره او د کانکرېټ ضخامت یې ۱۵ ساتني متره دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.