کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د اورتوپیدي ټیم له لوري «د بشپړ مفصل بدلولو» عملیات په بریالیتوب ترسره شول.
یاد وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ملي دفاع وزارت اړوند د روغتیایي چارو قوماندانۍ د رهبري د هڅو په پایله کې د پرمختللو عصري طبي ماشینونو او وسایلو سره د اورتوپیدي ټیم له لوري د (Hip-joint) د بشپړ مفصل بدلولو عملیات په بریالیتوب ترسره شول.»
سرچینې زیاته کړې، دغه عملیات په تېرو ۲ میاشتو کې د مسلکي او متخصصو ډاکټرانو له لوري ۷ ځله په بریالیتوب ترسره شوي چې د ناروغانو روغتیایي وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت اړوند د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د تېرې تلې میاشتې په ۲۸مه د عصبي جراحۍ ټیم له لوري مغزي تومور او د روانې لړم میاشتې په ۶مه د سوءشکل بڼې پېچلي اورتوپیدي عملیات هم په بریالیتوب ترسره شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP