سرپل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): سرپل کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یوه نجلۍ وژل شوې او یوه بله نجلۍ له ځانوژنې ژغورل شوې ده.
د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند دینمحمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل، د لطیفې په نوم یوه ۲۲ کلنه نجلۍ چې د سانچارک ولسوالۍ اوسېدونکې ده، پرون شاوخوا دوه بجې په خپل کور کې وژل شوې ده.
هغه زیاته کړه، د وژل شوې نجلۍ د غاړې او سر برخو کې د وهلو ټکولو نښې ښکاري خو تر اوسه یې د وژلو لامل معلوم شوی نه دی، پولیسو د دې قضیې په تړاو د نجلۍ پلار نیولی دی.
نظري دغه راز وویل، پرون د کوهستاناتو ولسوالۍ په چهلچاه کلي کې یوې اتلس کلنې نجلۍ د ځانوژنې په موخه ځان څاه ته غورځولی و چې د پولیسو له لوري وژغورل شوه.
د سرپل پولیسو ویاند د یادې نجلۍ د ځانوژنې د اقدام لامل د کورنۍ له خوا ګواښ ګڼلی چې د دې قضیې په تړاو د هغې د کورنۍ دوه غړي نیول شوي دي.
Views: 24
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن