Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د میدان‌وردګو جغتو ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

میدان‌ښار (پژواک، ۹  لړم ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د ۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د میدان‌وردګو پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت نن د یادې ودانۍ پرانیست‌غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د جغتو ولسوالۍ د بیدمشک لومړني ښوونځي ودانۍ پر یو جريب ځمکه په پاخه او اساسي ډول د یوه ملي سوداګر له خوا د ۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوه.

هغه زیاته کړه چې دغه ښوونځی لس درسي خونې او نورې اړینې اسانتیاوې لري.

د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي سیدمحمد وویل، مخکې دغه ښوونځي معیاري ودانۍ نه درلوده او زده‌کوونکي یې د هوا په ګرمېدو یا سړېدو له ستونزو سره مخ وو.

هغه غوښتنه وکړه چې د پوهنې مسوولین د دغه ښوونځي نورو اړتیاوو پوره کولو کې همکاري وکړي.

د جغتو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي کمال‌شاه هم غوښتنه وکړه چې پوهنې ریاست دې د دوی ښوونځي ته درسي مواد او څوکۍ ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.