Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوال جام؛ پاکستان له څلورو ماتو وروسته لومړۍ بریا خپله کړه

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲) : د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې پاکستان بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو سره له څلور پرله پسې ماتو وروسته لومړی بریا خپله کړه.

دا لوبه چې د سه شنبې په ورځ د لړم په ۹مه د هند کلکتې ښار په ستر ایډن ګارډن لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې بنګله‌دېش وګټله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

خو د توپوهنې پرېکړه هغه مهال ناسمه ثابت شوه چې د بنګله‌دېش لوبغاړي یو په بل پسې وسوځېدل او په څلوېښتم اوور کې یې ټول لوبغاړي په ۲۰۴ منډو وسوځېدل او پاکستان ته یې د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ.

د پاکستان له لوري شاهین‌شاه اپریدي او محمدوسیم درې - درې او حارث رووف دوه لوبغاړي وسوځول.

د بنګله‌دېش لخوا د ورکړل شوي هدف ترلاسه کولو لپاره پاکستان ډېره تېزه لوبه پیل کړه او د پیل دواړو لوبغاړ یې تر ۱۲۰ زیاتې منډې وکړې، پاکستان دغه هدف په ډېرې اسانۍ سره په پنځه دېرشم اوور کې یواځې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

د پاکستان له لوري فخر زمان چې تر څو لوبو وروسته یو ځل بیا چانس ورکړل شوی و، ښکلې لوبه وکړه او د اوو شپږیزو پر مټ یې ۸۱ منډې جوړې کړې، عبدالله شفیق ۶۸ او محمد رضوان ۲۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

له دې بریا سره پاکستان په روانو سیالیو کې درېیمه بریا خپله کړه او د نومرو په جدول کې یې بېرته پنځم مقام خپل کړ، افغانستان چې له دې مخکې پنځم مقام کې و، شپږ ته ښکته شو.

هندوستان لومړی، افریقا دویم، نیوزیلینډ درېیم، اسټرالیا څلورم، سریلانکا اووم، نیدرلینډ اتم، بنګله‌دېش نهم او انګلستان په لسم مقام کې دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.