ګردېز (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): د پکتیا د سپورټ ریاست مسوولین وايي، تېر ماښام د دغه ولایت پوهنتون په جمنازیوم کې د ولایت په کچه د والیبال ۵۲ لوبډلو ترمنځ سیالۍ پيل شوې.
هغوی وايي چې دغه سیالۍ به ۱۲ ورځې دوام وکړي او موخه يې د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو انتخاب دی.
د دغه ولایت د سپورټ رییس قاري نورالرحمن تسکين پژواک ته وويل: «د واليبال دغه سيالۍ د پکتيا پوهنتون په جمنازيوم کې ترسره کېږي، بيګا پيل شوې چې د ټول ولايت په کچه ٢٥ لوبډلې په کې ګډون کوي او ١٢ ورځې به دوام وکړي.»
نوموړي وويل، د دې لوبو موخه په دغه ولايت کې لوبو ته د ځوانانو هڅول دي او په پاى کې به يوه منتخبه لوبډله انتخاب شي، څو په ملي سياليو کې ولوبيږي.
د تسکين په خبره په تېرو شلو کلونو کې پکتیا کې د واليبال لوبې ته چندانې کار نه و شوى او دا لومړى ځل دى چې دا ډول سيالۍ ترسره کېږي.
بلخوا په دې سیالیو کې ګډونوال بیا د دې سیالیو ترسره کېدو په اړه خوښي څرګندوي خو له اړوندو ادارو غواړي چې دوی ته دې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د اتحاد په نوم لوبډلې يوه لوبغاړي صديقالله عابد پژواک ته وويل: «ډېره د خوشالۍ خبره چې دلته له کلونو کلونو وروسته په رسمي ډول او په لويه کچه د واليبال سيالۍ ترسره کېږي.»
هغه وايي چې والیبال په پکتیا کې ډېر مینهوال لري او د سپورټ ریاست دې په دې ولایت کې د لوبغاړو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP