کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): په کابل کې د سرې میاشتې اونۍ په مناسبت د اتو کلپونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
په دغو سیالیو کې د سرې میاشتې، کابل ښاروالۍ، المهدي، صوفي الف، صوفي ب، ابن خلدون، ستاره او د لوګر اتلان کلپونو لوبډلې ګډون لري.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سرې میاشتې او کابل ښاروالۍ کلپونو ترمنځ ترسره شوه.
په دغه لوبه کې د سرې میاشتې لوبډلې کابل ښاروالۍ ته ۳ د ۲ پر وړاندې ماتې ورکړه.
د یادو سیالیو د پیل مراسمو کې د والیبال فدراسیون سکتر جنرال محمدناصر نوري پژواک ته وویل چې دغه سیالۍ د سرې میاشتې او د والیبال فدراسیون په همکاری په لاره اچول شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، په دغو سیالیو کې اووه لوبډلو له کابل څخه او یوې لوبډلې له لوګر څخه ګډون کړی چې پنځه ورځې به دوام ولري.
ناصري دا هم وویل، په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې تمریني کمپ پیل شي او د درېیم پړاو والیبال غوره لیګ سیالیو لپاره به ترې لوبغاړي وټاکل شي او وروسته به بیا د والیبال لیګ ترسره شي.
دغه راز د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځوانانو او رضاکارانو د ریاست مشر عارفالله منصور پژواک ته وویل، دغه سیالۍ ځکه په لاره اچول شوې، څو له ځوانانو سره د ورزش په برخه کې همکاري وشي.
نوموړي زیاته کړه، سره میاشې د مرستو ترڅنګ ورزش ته هم پاملرنه کړې او په بېلابېلو برخو کې د ورزش اووه لوبډلې لري.
د دغو سیالیو یوه ګډونوال وحیدالله پژواک ته وویل چې د دغه ډول سیالیو ترسره کول د دوی لپاره ډېر ګټور دي.
نوموړي د المپیک ملي کمېټې او والیبال فدراسیون څخه غوښتنه وکړه چې په هېواد کې دې د والیبال سیالۍ ترسره کړي، څو دغه ورزش پرمختګ وکړي او په دې برخه کې ډېر لوبغاړي وروزل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP