فراه (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې پرون د دوو روغتيايي کلینیکونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
هغوی وايي، د دې ودانیو پر جوړېدو شپږ میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د Organization for Viable Empowerment موسسې له خو ورکړل شوې دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پژواک خبري اژانس ته په یوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي: «د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د [move] موسسې په مالي ملاتړ د پرچمن ولسوالۍ په زمين دين او دوخاری سیمو کې د شپږ میلیون او ۲۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت دوه معیاري روغتیايي کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.»
سرچینې ویلي چې د یادو ودانیو چارې په درېیو میاشتو کې بشپړې شوې او د ۷۵۰ کورنیو لپاره به روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP