کابل (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په راتلونکو ۷ میاشتو کې به د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو نه خوندیتوب کچه لوړه شي.
د ملګرو ملتونو یادو ادارو تېره ورځ په دی اړه ګډه راپور خپور کړی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، فلسطین، بورکینا فاسو، مالي، سوېلي افریقا، سوډان، نایجر، افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، هایټي، پاکستان، سومالیا، د سوریې عربي جمهوریت، یمن، سلواډور، ګواتیمالا، هونډوراس، نیکاراګوا، مالاوي په یادو ۲۲ هېوادونو کې شامل دي.
د ملګرو ملتونو یادې ادارې زیاتوي چې په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو خوندیتوب لپاره بېړنيو بشري اقداماتو ته اړتیا ده.
په راپور کې راغلي چې افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، ایتوپیا، هایټي، پاکستان، سومالیا، سوریه او یمن هغه هېوادونه دي چې د خوراک د نه خوندیتوب جدي کچه په کې اټکل شوې ده.
د سرچینې د څرګندونو له مخې، د هر هېواد لپاره بېلابېل لاملونه؛ لکه جګړه د اقلیم اړوند ناورینونه، اقتصادي ستونزې او داسې نور د دغه وضعیت له لاملونو دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغانستان زلزلو او سېلابونه سخت ځپلی دی.
د ملګرو ملتونو د یادو ادارو په راپور کې راغلي چې افغانستان کې لس میلیونه خلک د بودجې کمښت له امله له اړینو مرستو بې برخې شوي دي.