ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قطري سیلانیانو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته فاریاب کې د ځینو مرغانو د ښکار اجازه ترلاسه کړې ده

قطري سیلانیانو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته فاریاب کې د ځینو مرغانو د ښکار اجازه ترلاسه کړې ده

author avatar
2 Nov 2023 - 17:23
قطري سیلانیانو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته فاریاب کې د ځینو مرغانو د ښکار اجازه ترلاسه کړې ده
author avatar
2 Nov 2023 - 17:23

میمنه (پژواک، ۱۱ لړم ١٤٠٢): فاریاب کې سرچینې د قطر هېواد سیلاني شیخ عبدالله بن جاثم او د دغه ولایت د والي ترمنځ له لیدنې خبر ورکوي او وايي، یاد سیلاني فاریاب کې اطلاعات او فرهنګ وزارت سره د ځینو مرغانو د قانوني ښکار درې کلن تړون لاسلیک کړ.

د فاریاب ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر پژواک خبری اژانس ته په یوه رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، د فاریاب والي داملا محمد شعیب رسالت پرون ماښام له شیخ عبدالله بن جاثم سره چې له قطر څخه د بهرنیو سیلانیانو د پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته راغلی، لیدلي دي.

سرچینه زیاتوي، ابن جاثم فاریاب ته د خپل سفر موخه د دغه ولایت په قرمقول او اندخوی ولسوالیو کې د ځینو مرغانو قانوني ښکار ښودلی چې په دې اړه یې د اطلاعات او فرهنګ له وزارت سره درې کلن تړون لاسلیک کړی دی.

د فاریاب ولایت مقام مطبوعاتي دفتر زیاته کړه، ابن جاثم د فاریاب له والي غوښتي څو د قرارداد پر بنسټ د سیمې امنیت ټینګ کړي او تر درېیو کلونو پورې هغو سیمو ته چې په تړون کې ذکر شوې، نور خلک د ښکار لپاره ورنه شي.

سرچینې زیاته کړې، د پلاوي استازي د خلکو د اسانتیا برابرولو په موخه د اوبو تصفیې لپاره د فېلترونو له نصبولو او د اوبو څاګانو د کېندلو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د کار په جریان کې به له خلکو سره بشري مرستې هېرې نه کړي.

د فاریاب والي ابن جاثم سره ژمنه کړې چې د اطلاعات او فرهنګ د هوکړه‌لیک د مقرراتو او اصولو پر بنسټ د امنیټ ټینګولو او نورو اړتیاوو پوره کولو په برخه کې به مرسته کوي.

Views: 133

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.