Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متقي اوتونبایوا ته: د پاکستان امنیتي دستګاه د افغانانو پر کورونو چاپې وهي او نغدي شتمني یې لوټي

اټلانټا (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ته ویلي، د پاکستان د حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي او نغدي شتمنۍ يې په زور ترې اخلي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبايوا د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې له پاکستانه  په زور له را ایستل کېدونکو افغان کډوالو سره د ياد هېواد امنيتي دستګاه ناسم چلند، د افغانستان د حکومت او نړۍوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډمهاله او اوږدمهاله مرستو په اړه تفصيلي خبرې وشوې.

متقي وويل چې د پاکستان د حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کېږي او د منقولو شتمنيو، ترانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، په زرګونه کسان په عبوري نقطو کې د غير موجه دلايلو له کبله له هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کې تر شنه اسمان لاندې انتظار ته اړ ایستل کېږي.

متقي دغه راز زیاته کړه چې پاکستان له بشري موضوعاتو او مهاجرینو د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستو هڅه کوي او په دې برخه کې ان د خپل ولس او خپلو سیاستوالو او کارپوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.

نوموړي دغه راز د ا.ا له خوا د خپلو هېوادوالو د ښه راغلاست او مرستې لپاره پر نيول شوو تدابيرو رڼا واچوله او ويې ويل چې خپل وطن ته د راستنېدونکو هېوادوالو د بېړنۍ او اوږدمهالې مرستې موضوع د حکومت په کچه تر ټولو ستر لومړيتوب دی او په دې برخه کې به هيڅ ډول امکانات ونه سپموي.

متقي غوښتنه وکړه چې د کډوالو د کړاو په اړه باید ټول نړۍوال سازمانونه خپل مکلفیت ادا کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د يوناما مشرې روزا اتونبايوا په دې لیدنه کې وويل چې دوی وضعيت له نږدې څاري، اړوندې ادارې يې د مرستې لپاره په ساحه کې موجودې دي، په دې اړه به د نړۍوالو د پام را اړولو او مرستو جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یو بل خبر له مخې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغان کډوالو د وروستي وضعیت په تړاو د افغانستان له سیاسي او کونسلي استازولیو سره انلاین ناسته کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په لنډه موده کې او اجباري ډول له پاکستانه د سلګونه زره افغان کډوالو د اخراج، ورسره د ناسم چلند او افغان حکومت د تدابیرو په تړاو مفصل معلومات ورکړل او له افغان ډیپلوماتانو یې وغوښتل چې د راستنېدونکو افغانانو بېړنی وضعیت د خپل ماموریت له هېوادونو او نړۍوالو بشري سازمانونو سره شریک کړي.

د یادونې ده، د پاکستان د حکومت له خوا په جبري ډول د افغانانو ایستلو له اعلان وروسته په تورخم کې راستنېدونکو افغانانو لپاره دوه موقتي پنډغالي جوړ شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له تېرې یوې میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۶۰ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.

بلخوا د پاکستان کورنیو چارو وزیر په اسلام‌اباد کې د افغانستان له سفیر سرداراحمد شکیب سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان کډوالو د نغدي پیسو او مالونو د انتقال لپاره به ډېر ژر یو میکانیزم جوړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.