اټلانټا (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله اوومه لوبه له نیدرلینډ سره کوي؛ بلخوا سرروزونکي ټروټ ویلي چې دا لوبه ننګونکې ده.
دا لوبه نن (جمعه، د لړم ۱۲مه) د هند په لکهنو ښار کې ترسره کېږي.
افغانستان تر اوسه په نړۍوال جام سیالیو کې شپږ لوبې کړې، درې یې ګټلې، شپږ نومرې لري او د نومرو په جدول کې په شپږم مقام کې دی، خو نیدرلینډ بیا له شپږو لوبو دوه ګټلې، څلور نومرې لري او د نومرو په جدول کې په اتم مقام کې دی.
د افغانستان د ملي لوبډلې سرروزونکي جانټن ټرووټ پرون په لکهنو ښار کې له لوبې یوه ورځ مخکې په یوه خبري کنفرانس کې هیله څرګنده کړه چې لوبډله یې د لوبو ګټلو ته دوام ورکوي.
هغه زیاته کړه، لوبغاړي یې له نیدرلینډ سره لوبو ته چمتو دي.
ټرووټ وایي: «که پچه وګټو یا وبایلو، اول بیټینګ کوو او یا بالینګ، موږ باید ډاډ و اوسو چې سبا له نیدرلینډه ښه لوبه وکړو.»
د ملي لوبډلې سرروزونکي وویل، افغانستان ځینې ښې لوبډلې ماتې کړې خو دا یې ومنله چې د نیدرلینډ خلاف لوبه هم ورته یو «چیلنج [ننګوونه] دی»
د هغه په وینا، د نیدرلینډ لوبډله په ښه حالت کې ده او دوی ورسره لوبو کولو ته لېوال دي.
هغه وویل، اکرام عليخېل چې د سریلانکا خلاف لوبه کې ټپي شوی و، اوس روغ شوی دی.
د یادونې ده، افغانستان په دغه نړۍوال جام کې درېیو پخوانیو اتلو لوبډلو پاکستان، انګلیستان او سریلانکا ته ماتې ورکړې، بلخوا نیدرلینډ هم د سوېلي افریقا په څېر پیاوړې لوبډلې او بنګلهدېش ته ماتې ورکړې دي.
له نیدرلینډ سره لوبه د افغانستان لپاره ځکه مهمه ګڼل کېږي چې په ګټلو سره به یې د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته ورتګ کې مرسته وکړي؛ افغانستان که دا لوبه وګټي، څلورم مقام ته پورته کېږي.
له نیدرلینډ وروسته د افغانستان دوه نورې لوبې له اسټرالیا او سوېلي افریقا سره ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP