ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت استنادي دېوال جوړیږي

کونړ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت استنادي دېوال جوړیږي

author avatar
3 Nov 2023 - 12:57
کونړ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت استنادي دېوال جوړیږي
author avatar
3 Nov 2023 - 12:57

اسعداباد (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په ریچلام سیمه کې د نورستان – کونړ لویې لارې ساتنې په موخه د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت ۴۰۰ متره اوږد استنادي دېوال جوړولو چارې پېل شوې.

د کونړ د ټولګټو چارو رییس قاري قدرت‌الله معاذ پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد دېوال د دغه ریاست له خوا جوړیږي.

هغه زیاتوي، د دغه دېوال په جوړېدو به د کونړ –  نورستان ترمنځ غځېدلی سړک د سیند اوبو ډېرېدو پر مهال له ویجاړېدو خوندي وي.

د نوموړي په خبره، دغه استنادي دېوال به شپږ متره لوړوالی او شپږ متره سور ولري او د جوړولو چارې به یې په ۴۰ ورځو کې بشپړې شي.

قاري معاذ د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې په سیمه کې د یاد سړک ویجاړې شوې برخې هم رغول کېږي.

د ماڼوګي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالبصیر د یاد استنادي دیوال پر جوړېدو خوښي ښیي، وایي چې د کونړ- نورستان سړک – چې د نورستان او د کونړ د درېیو ولسوالیو خلک ورباندې تګ راتګ کوي- بیا رغولو ته اړتیا لري.
دی له حکومت او مرستندویه ادارو غواړي چې د یادې لوی لارې اساسي جوړیدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

Views: 127

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.