ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان افغان محصلینو ته ۴۵۰۰ سکالرشیپونه ورکوي

پاکستان افغان محصلینو ته ۴۵۰۰ سکالرشیپونه ورکوي

author avatar
3 Nov 2023 - 15:50
پاکستان افغان محصلینو ته ۴۵۰۰ سکالرشیپونه ورکوي
author avatar
3 Nov 2023 - 15:50

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون وایي، د علامه محمداقبال تحصلي بورسونو په درېیم پړاو کې افغان محصلینو ته د درېیو کلونو په موده کې ۴۵۰۰ سکالرشیپونه ورکوي.

د «پاکستان ټو ډې» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه څرګندونې د پاکستان د فدرالي زده‌کړو او مسلکي روزنې سرپرست وزیر مددعلي سندي پرون د علامه اقبال تحصیلي بورسونو پروګرام دویم پړاو کې د ۲۸۱ افغان محصلینو د فراغت مراسمو کې کړې دي.

سرچینه زیاتوي چې د افغانانو لپاره د علامه محمداقبال د تحصلي بورسونو پروګرام درېیم پړاو پیل شوی او په کې به افغان محصلینو ته د درېیو کلونو په موده کې ۴۵۰۰ سکالرشیپونه ورکړل شي او له دې لارې به د پاکستان په پوهنتونونو کې زده‌کړې وکړي.

سرچینه زیاتوي، د سکالرشیپ پروژې په لومړیو دوو پړاوونو کې تر اوسه څه باندې ۶۰۰۰ افغان محصلینو ته بورسونه ورکړل شوي دي.

Views: 83

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.