اټلانټا (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۲): د بلوچستان په مرکز کوېټې او یو شمېر نورو سیمو کې د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو جبري ایستلو غبرګون کې د جمعې په ورځ کاربندیز او لاریونونه شوي دي.
د ډیوه راډیو د خبر له مخې، د جمعې ورځ (د لړم ۱۲مه) د کاربندیز پر مهال په کوېټه کې د کاروبار مرکزونه او دوکانونه د اعتراض په توګه تړل شوي وو او په ښار کې ګڼهګوڼه هم کمه وه.
دغه لاریونونه او کاربندیز چې د پښتون ملتپاله ګوندونو لکه ایاېنپي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، نېشنل ډيموکراتیک ګوند او د پښتون ژغورنې غورځنګ پيټياېم له خوا شوي، د سوداګرو ټولنو یې ملاتړ کړی و.
دغه ملتپاله ګوندونه وایي چې د افغان کډوالو په زور او په ناوړه توګه د ایستل کېدو، د قانوني اسناد لرونکو کډوالو نيول کېدو او ځورول کېدو، له هغوی د پیسو اخستو، پاکستان ته پر چمن او تورخم په پاسپورټ د داخلېدو د پرېکړې پر ضد يې دغه لاریونونه او اعتراضونه پیل کړي دي.
په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي سکرتر مابت کاکا وایي چې افغانان پرون هم په خپله خوښه نه وو راغلي، بلکې حالات داسې راوستل شوي وو چې دوی کډوالۍ ته اړ کړل شول.
هغه زیاته کړه چې هغه مهال د هغوی راتګ د پاکستان په ګټه و.
نوموړی وایي: «ډېر د افسوس ځای دی، پخوا له جوماتونو څخه د افغانانو د راتګ او هرکلي اعلانونه کېدل، خو اوس د هغوی د ایستلو اعلانونه کېږي.»
مابت کاکا وایي، د پاکستان امنیتي ځواکونه د افغانانو کورونو ته ننوځي چې دا یو غیرانساني سلوک او د نړۍوالو قوانینو خلاف کار دی.
په کویټه کې د افغانستان په کونسلګري کې د افغان حکومت کونسل جنرال وايي د پاکستان حکومت د کډوالو د ويستلو لپاره لږ وخت ورکړی او اوس د ويستلو طريقه يې هم سمه نه ده.
له دې مخکې دغو ملتپالو ګوندونو د پاکستان د حکومت د یادې پرېکړې پر ضد د پاکستان سترې محکمې او د بشري حقونو کمېسیون ته هم عریضې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوچستان په چمن ښار کې افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد پیل شوی پرلت په ۱۴مه ورځ هم روان دی.
د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو دغه پرلت د اکتوبر په ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې چارواکي دې د چمن او سپينبولدک تر منځ پر دروازه خلکو ته د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.
هغوی وايي، له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاکستان د حکومت د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو شرط نه مني، ځکه چې په خبره يې له دې کار سره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.
د مشال راډیو د خبر له مخې، په پرلت کې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه کسان هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپینبولدک تر منځ توکي لېږدول.
په دوی کې هغه کسان (پنډیان) یا ګنډې وړونکي دي چې ځايي خلک یې لغړیان بولي. پرلتوال وايي، د ټولو سیاسي ګوندونو له ملاتړه برخمن دي او زیاتوي چې د غوښتنې تر منل کېدو پورې خپل احتجاج ته دوام ورکوي.
د پاکستان له خوا هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل دوه ورځې مخکې پوره شو.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي، تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي او دا لړۍ روانه ده.
د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې ته ویلي، د پاکستان حکومت له خوا د را ایستل کېدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کېږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کېږي او د منقولو شتمنيو، ترانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ورکول کېږي.
د افغانستان ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمدیعقوب مجاهد په دې اړه ویلي: «د پاکستان پر رژيم باندې غږ کوو چې هغوی باید له افغانانو سره ظلم او زیاتی ونه کړي، د هغوی شخصي مالونه ورڅخه وانه خلي، د هغوی ملکيتونه ضبط نه کړي؛ دا په هيڅ قانون کې، په هيڅ اصولو کې دوی نه شي کولای.»
هغه زياتوي: «له دې به پوښتنه کېږي او د دې به موږ په ټول توان سره کوښښ کوو، مخه به يې نيسو او په هيڅ صورت به انشاءالله اجازه نه ورکوو چې څوک زموږ د افغان وروڼو شخصي ملکیتونه ضبط کړي، ورڅخه ويې ګرځوي، ورڅخه غلا يې کړي.»