اټلانټا (پژواک، ۱۳ لړم ۱۲۴۰۲): د پاکستان د پنجاب ایالت په میانوالي سیمه کې پر یوه پوځي هوایي ډګر ډلهییز برید شوی چې له امله یې یو شمېر الوتکو ته زیان اوښتی دی.
پاکستاني رسنیو د لړم په ۱۳مه خبر ورکړی چې دغه ډلهییز برید نن سهار وخته په میانوالي کې د هوایي ځواکونو پر یوه روزنیز پوځي هوایي ډګر شوی دی.
د پاکستان د پوځ له خوا خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې له څو ساعته نښتې وروسته نهه واړه بریدګر وژل شوي خو د پوځ سرتېرو ته زیان نه دی اوښتی.
سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې درې پوځي الوتکې زیانمنې شوې دي.
د تحریک جهاد پاکستان (TJP) په نوم یوې نوې راپورته شوې وسلهوالې ډلې چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له غورځنګ سره تړلې ده، رسنیو ته په یوه استولي بیان کې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
د یادونې ده، پرون په بلوچستان کې هم د یوه برید پر مهال ۱۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي وو.
Views: 207
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن