لښکرګاه ( پژواک ۱۳ لړم ۱۴۰۲ ) : د هلمند ځایي مسوولین وایي چې په درېیو ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال لسګونه خرواره اومان وسوځول شول او څلور کارخونې له منځه یوړل شوې.
ددې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته د لړم ۱۳ نیټه وویل، یاد عملیات د کجکي ،بغني او باغران ولسوالیو کې پیل شوې چې اوس هم ادامه لري.
هغه زیاته کړه چې ددې عملیاتو په ترڅ کې چې پکې د ولسوالیو امنیه قوماندانیو مسوولینو او سلګونو امنیتی ځواکونو برخه اخیستي وه، په غرنیو سیمو کې ترسره شوي دي.
ریاض وایي چې یو شمېر خلکو په غرنیو سیمو کې د اومانو کاروبار کول او هلته یې په پټه ددې توکو د پروسیس کارخانې هم جوړې کړې وې.
دده په خبره د ګډو چاڼیز عملیاتو په پایله کې څلور د پروسیس کارخونې ویجاړې او شاوخوا پنځه دېرش خرواره اومان وسوځول شول،.
د یادولو ده چې اومان هغه بوټی دی چي په نشه یي توکو کي ورڅخه استفاده کېږي او د اسلامي امارت لخوا ممنوع اعلان شوی دی.
Views: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن