کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۲): پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزارت مسوولین د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې برخه کې ولایتي رییسانو ته د چمتووالي روزنیز پروګرام له پیلېدو خبر ورکوي.
دغه روزنیز، اختصاصي او ښوونیز پروګرام نن (شنبه) د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي مسوولینو لپاره د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شو.
د مسوولینو په وینا، دغه پروګرام به پېښو ته د رسېدو چارو کې د مسوولینو د ظرفیت لوړولو برخه کې د یوې اونۍ لپاره دوام وکړي.
پېښو ته د رسېدو چارو کې د دولت وزیر الحاج محمدعباس اخند په دې ناسته کې وویل: «دا زموږ مسوولیت دی چې د اړتیا پر مهال خلکو ته مرستې ورسوو.»
هغه د دغه وزارت له ټولو ولایتي رییسانو وغوښتل چې په پوره صداقت او ژمنتیا سره د هېواد ټولو برخو ته مرستې ورسوي.
د کابل لپاره پېښو ته د رسېدو رییس مولوي سلیم حقاني په هرات کې وروستیو زلزلو او له پاکستانه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته په اشاره زیاته کړه چې دغه روزنیزو پروګرام د اړتیا په وخت کې پیل شوی دی.
د کابل والي شیخ محمدقاسم خالد په دې ناسته کې وویل، د جهاد لومړی پړاو پای ته رسېدلی او اوس باید په دویم پړاو کې چې د نظام ثبات او پیاوړتیا ده، هم هڅه وشي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن