کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستانه څه باندې ۶ زره او له ایرانه څه باندې ۳ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (د لړم ۱۴مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ۱۱ سوه کورنۍ چې ۶زره او ۵۷۴ کسان کېږي، پرون له پاکستانه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينې ليکي چې دغه راستانه شوي کسان د کډوالو اداره کې له ثبت وروسته د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر (IOM) ته ورپېژندل شوي دي.
د دغه وزارت معلوماتو پر بنسټ، د کډوالو چارو وزارت له لوري له ۱۱۷ کورنیو سره د ۱۰ زره افغانیو مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې، دغه وزارت ویلي چې څه باندې درې زره افغان کډوال له ایرانه هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د دغه وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د لړم په ۱۳مه ۳ زره او ۱۴۴ افغان کډوال له ایرانه په خپله او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې د اسلامکلا د سرحدي امر له قوله راغلي چې د يادو کسانو له ډلې چې کورنۍ او مجرد کسان په کي شامل دي، ۱۶۴ کسان اړمن او زیان لیدونکي وپېژندل شول او د خوراکي او غیرخوراکي مرستې اخیستو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفتر ته معرفي شوي دي.
Views: 11
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن