کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): پولیس وایي، کابل ښار کې یې د غلو یوه نهه کسیزه ډله د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت غلا شوو توکو سره نیولې ده.
د کابل امنیې قوماندانۍ نن ویلي چې دغه کسان د کابل ښار ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.
د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې، یادو نهو کسانو د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د یوه سوداګر د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت مال - چې ډېر یې د لوړې بیې موبایلونه دي- غلا کړی و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د سوداګر غلا شوي توکي بېرته هغه ته سپارلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پولیسو له یادو نیول شوو کسانو درې موټر هم ترلاسه کړي دي.