Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سوېلي کوریا له افغانستان سره یو میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان کړه

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ اداره (اوچا) وايي، سوېلي کوریا له افغانستان سره د یو میلیون امریکایي ډالرو مرستې اعلان وکړ.

اوچا نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه مرسته به د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اوږدو کې د بشري مرستو په برخه کې ولګول شي.

سرچینه زیاتوي، له دې مرستې سره له ۲۰۱۴ زېږدیز کال راهیسې د افغانستان د بشري مرستې له صندوق سره د سوېلي کوریا د مرستو کچه څه باندې ۱۸ میلیون ډالرو ته ورسېده.

له دې مخکې اوچا ويلي وو چې په روان زېږدیز کال کې د افغانستان ۲۸.۳ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ۴،۶ میلیارد ډالرو ته ضرورت دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.