ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هسپانیا ساحلي ګارډ له ۵۰۰ ډېر کډوال له ډوبېدو ژغورلي

د هسپانیا ساحلي ګارډ له ۵۰۰ ډېر کډوال له ډوبېدو ژغورلي

author avatar
5 Nov 2023 - 13:28
د هسپانیا ساحلي ګارډ له ۵۰۰ ډېر کډوال له ډوبېدو ژغورلي
author avatar
5 Nov 2023 - 13:28

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د هسپانیا ساحلي ګارډ د اتلانتیک سمندر د کانري ټاپوګانو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۵۰۰ ډېر کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي.

امریکا غږ نن په یو راپور کې ویلي، د هسپانیا ساحلي ګارډ تېره ورځ (د لړم ۱۳مه) ویلي چې د اتلانتیک سمندر د کانري ټاپوګانو کې یې له ۵۰۰ زیات پناغوښتونکي له ډوبېدو ژغورلي دي.

په راپور کې د ساحلي ګارډ له قوله لیکل شوي چې دغه شمېر کسان یې چې په څلورو کښتیو کې سپاره وو، ژغورلي او د دوو کسانو مړي یې هم په کښتیو کې موندلي، خو دا یې نه دي ویلي چې مړه شوي کسان د کوم هېواد اوسېدونکي دي.

سرچینې زیاته کړې، د هسپانیا ملکي ګارډ چې د ژغورنې په دغو عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، مطبوعاتو ته ویلي: «دوو پناغوښتونکو وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او په ژغورل شوو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.»

د سرچینې معلوماتو له مخې، د هسپانیا کورنیو چارو وزارت تېره پنجشنبې ویلي وو چې یوازې د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې کانري ټاپوګانو ته شاوخوا ۳۰۷۰۰ غیرقانوني کډوالو ځانونه رسولي دي.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.