Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ نړۍوال جام؛ هند سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو پرله پسې اتمه بریا ترلاسه کړه

اټلانټا (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې هند سوېلي افریقا ته په ماتې ورکولو سره پرله پسې اتمه بریا خپله کړه.

دا لوبه چې د هند په کلکتې ښار کې ترسره شوه، پچه یې هند وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

هند د ویرات کوهلي د سلیزې پر مټ ۳۲۵ منډې وکړې او سوېلي افریقا ته یې د ۳۲۶ منډو هدف ورکړ.

خو د سوېلي افریقا توپوهونکو د هند د تیز او ورو توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۷ اورونو کې په ۸۳ منډو وسوځېده او دغه راز هند دا لوبه د ۲۴۳ منډو په توپیر سره وګټله.

د هند له لوري جدیجه پنځه او محمد شامي دوه - دوه لوبغاړي وسوځول.

ویرات کوهلي د دې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د دې لوبې ګټه او بیلات هند او افریقا ته کومه ګټه او یا زیان ونه رساوه، ځکه چې دواړو لوبډلو لا دمخه سیمي فاینل ته لاره موندلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.