پلعلم (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت وایي چې د لوګر ولایت په مرکز پلعلم، برهکي برک او خوښۍ ولسوالیو کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت د پنځه چکډیمونو د جوړیدو عملي چارې پيل شوې.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر عبدالطیف منصور د لوګر په مرکز پلعلم کې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، په مرکز پلعلم او شپږو ولسوالیو کې سږ کال د ۱۴۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو مدیریت پروژې منظورې شوې دي.
منصور زیاته کړه، له یادو پروژو د پنځو چکډیمونو کارونه نن پيل شول او په راتلونکو درېیو میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د نوموړي په وینا، په لوګر ولایت کې د چکډیمونو له جوړیدو څخه یې موخه د اوبو ذخیره کول، د سېلابونو مخنیوی او دغه راز تر ځمکې لاندې اوبو کچې لوړول دي.
دغه راز، د لوګر والي ضیاالرحمن مدني، د اوبو کمښت د دغه ولایت د اوسېدونکو پر وړاندې لویه ستونزه یاده کړه او ویې ویل چې تر ځمکې لاندې اوبو سطحه د پخوا پرتله ټېټه شوې ده.
نوموړي د اوبو او برېښنا پر وزارت غږ وکړ چې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم د اوبو او برېښنا بندونه جوړ کړي، څو د دغه ولایت اوسېدونکي د کرنیزو ځمکو کرکېلې لپاره اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
د لوګر یوه قومي مشر حاجي عبدالرحمن توکلي پژواک ته وویل، دغه ولایت کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري جوړېدونکي بندونه د کرنې په برخه کې لویه لاسته راوړنه ده.
هغه زیاته کړه، په ورستیو کلونو کې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت ډېری کاریزونه، کانالونه او د څښاک اوبو څاهګانې وچې شوې دي.
هغه وویل، که په هره ولسوالۍ کې ورته بندونه جوړ شي، نو د ځمکې لاندې اوبو سطحه به لوړه شي او د کروندګرو ستونزې به حل شي.
Views: 38
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن