ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کي بهرني ګرځندویان: دغه ولایت کې دې د ګرځندوی خدمتونو وړاندې کولو ته پاملرنه ډېره شي

بامیان کي بهرني ګرځندویان: دغه ولایت کې دې د ګرځندوی خدمتونو وړاندې کولو ته پاملرنه ډېره شي

author avatar
6 Nov 2023 - 16:36
بامیان کي بهرني ګرځندویان: دغه ولایت کې دې د ګرځندوی خدمتونو وړاندې کولو ته پاملرنه ډېره شي
author avatar
6 Nov 2023 - 16:36

بامیان (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): بامیان کې سیمه‌ییز مسوولین دغه ولایت ته د څه باندې ۲۰ بهرنيو ګرځندویانو له سفر خبر ورکوي؛ بلخوا، دغه ګرځندویان وايي چې په بامیان کې امنیت شته، خو د خدمتونو وړاندې کولو ته دې پاملرنه ډېره شي.

د بامیان د اطلاعات او فرهنګ ریاست د کلتور امر محمد دین مفلح پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې نن د یو سیاحتي سفر په ترڅ کې ۲۳ بهرني ګرځندویان دغه ولایت ته راغلل، څو د بامیان له تاریخي ابدو او لرغونو سیمو لیدنه وکړي.

هغه څرګنده کړه، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۶۰ بهرنيو ګرځندویانو بامیان ته سفر کړی چې د ګرځندویانو هرې ډلې ته د لارښوونې بروشورونه، د سیمو د معرفي کولو لپاره ژباړن او د اوسېدو خدمتونو په ګډون توریستي خدمتونه برابر شوي دي.

ورته مهال، بهرني ګرځندویان چې یاد ولایت ته یې سفر کړی وايي، بامیان د یو توریستي ولایت په توګه سلګونه طبیعي او تاریخي جاذبې لري چې له دې ډلې ۸ لرغونې سیمې یې د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان سره هم ثبت دي.

د اسپانیا اصلي اوسېدونکي جوز ایولوګیو الونسو (Jose Eulogio alonso) چې بامیان ته یې سفر کړی وايي چې د بامیان لرغوني او طبیعي جاذبې هر لیدونکی ځان ته جذبوي او دغه ولایت ته د بهرني ګرځندویانو د راتلو لامل ګرځي.

هغه هم یاد ولایت ته د سفر موخه د لرغونو سیمو او توریستي جاذبو لیدنه وبلله او زیاته یې کړه چې د ترانسپورټ، د اوسېدو ځای، د کثافت‌دانیو لګولو او په لرغونو سیمو کې د کافي تشنابونو جوړولو ته دې پاملرنه ډېره شي.

ایرمیلوا ناتالیا (Ermilova Natalia) یو بل بهرنی ګرځندوی چې له فرانسې بامیان ته راغلی وایي، امنیت په ټول بامیان کې ټینګ دی او بهرني ګرځندویان کولای شي له هرې ستونزې او اندېښنې پرته له ټولو توریستي جاذبو لیدنه وکړي.

دغه راز، نوموړی د ځایي اوسېدونکو له مناسب چلند، سیمه‌ییزو خوړو او د ګرځندویانو امنیت ټینګښت لپاره د مسوولینو له پاملرنې خوښ دی او وايي، په راتلونکي کې بیا پلان لري چې افغانستان ته سفر وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.