Language

میدان‌ښار (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۲): د میدان‌وردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه وکړی او یو بل ټپي دی.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې یاده پېښه پرون مازدیګر د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شنیز درې اړوند د خالد بن ولید ښوونځي ته نږدې د کابل – غزني پر لویه لار د کرولا موټر او موټرسایکل د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه وايي چې په دې پېښه کې یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې ټپي ماشوم روغتون ته وړل شوی خو روغتيايي وضعیت يې د اندېښنې وړ دی.