Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني او کندوز کې د شاوخوا ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت اووه پروژې بشپړې شوې

کندوز، غزني (پژواک، ١٦ لړم ١٤٠٢): سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په کندوز او غزني ولایتونو کې د اوو پرمختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کندوز ښاروال قاري ګل‌نبي انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په يو شمېر سيمو کې د ۵۶۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۵۸۰ مترو کوڅو کانکریټولو شپږ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه وايي چې يادې پروژې د UNOPS موسسې په مالي ملاتړ د ښار په درېيو ناحيو کې پلې شوې دي.

هغه وویل: «د یادو پروژو ټولیز لګښت ٥٦٠ زره ډالر دی چې د UNOPS دفتر له خوا ورکړل شوی دی.»

له بلې خوا د کندوز اوسېدونکي د دغو پروژو پلې کېدو ته خوښ دي.

د کندوز ښار څلورمې ناحیې اوسېدونکی عبدالله وايي: «ډېر خوشاله یو چې کوڅه مو په اساسي توګه پخه او کانکرېټ شوه، له دې مخکې له ډېرو ستونزو سره مخ وو، په اوړي کې خاورې او دوړې وې او په ژمي کې به خټې وې.»

د یوه بل خبر له مخې، د غزني زنخان ولسوالۍ کې د (FUKARA) په نوم یوې ترکي موسسې په مالي مرسته د څه باندې پنځوس زره امریکایي ډالرو په لګښت يو جومات جوړ او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

د غزني والي محمدامین عمري د دغه جومات د پرانیستې پر مهال وويل چې دغه جومات د څه باندې پنځوس زره امريکايي ډالرو په لګښت د شپږو مياشتو په موده کې جوړ شوى دی.

دی وايي، یاد جومات په يو وخت کې د پنځه سوه لمونځ‌کوونکو ځایولو وړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت هڅه کوي څو په هغو سیمو کې چې په تېرو شلو کلونو کې پاملرنه نه ده ورته شوې، ډېرې ټولګټې پروژې پلې کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.