لښکرګاه (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت بهرامچې ولسوالۍ کې نن له پاکستانه د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله کمپ جوړېدو چارې پيل شوې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت بهرامچې ولسوالۍ کې له پاکستانه د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره نن د لنډمهاله کمپ جوړېدو چارې پيل شوې.
هغه وايي، دغه کمپ د بهرامچې ولسوالۍ مرکز په دوه کیلومټرۍ کې جوړېږي او تر ۳۰۰ کورنیو د ځايېدو وړتیا به ولري.
هغه زیاته کړه چې په دغه کمپ کې به کډوالو ته د خوړو او درملو په ګډون هر ډول اسانتیاوې برابرې شي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن