اټلانټا (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان سیميفاینل ته د رسېدلو لپاره نن له اسټرالیا سره مهمه لوبه کوي.
دا لوبه نن د لړم په ۱۶مه، د هند ممبۍ ښار په وانکیډي میدان کې ترسره کېږي.
که چېرې اسټرالیا دا لوبه وګټي، نو نېغ په نېغه د نړۍوال جام نیمه پایلوبې ته لاره مومي، خو که افغانستان وګټله، نو سیميفاینل ته د رسېدلو لپاره یې چانس نور هم زیاتیږي او باید خپله وروستۍ لوبه له سوېلي افریقا هم وګټي.
د نننۍ لوبې له ګټلو وروسته به د اسټرالیا ۱۲ نومرې شي او سیميفاینل ته به لاره پیدا کړي، د افغانستان، نیوزیلینډ او پاکستان نومرې اته - اته برابرې دي او د درې واړو لوبډلو یوه - یوه لوبه پاتې کېږي چې د هرې لوبډلې د ګټلو په صورت کې سیميفاینل ته لاره پیدا کوي.
د افغانستان دواړه لوبې له پیاوړو لوبډلو اسټرالیا او سوېلي افریقا سره دي.
خو د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي وایي، دوی چې کله میدان ته ښکته کېږي، دا نه ګوري چې سیاله لوبډله یې کومه ده.
هغه چې پرون له لوبې یوه ورځ مخکې خبري غونډې ته وینا کوله، وویل: «موږ یوازې د بریا لپاره میدان ته ښکته کېږو.»
دا چې اسټرالیا پیاوړې لوبډلې ده، په دې اړه شهیدي وایي: «پر ځان باور مهم دی، په هره لوبه کې چې میدان ته ښکته کېږو، په یوه مثبت فکر ښکته کېدو او هدف مو ګټل وي، موږ نه ګورو چې میدان کې زموږ مخالف څوک دی، د یوې لوبډلې په توګه د ښو لوبو هڅه کوو.»
هغه زیاته کړه: «موږ اوس شاته نه ګورو، مخکې روان یو.»
د کرکټ نړۍوالې شورا د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د نننۍ لوبې په اړه په یوه لیکنه کې وایي، چې افغانستان درې پرله پسې لوبې ګټلې او په لوړ مورال سره به میدان ته ښکته کېږي.
سرچینې زیاته کړې، اسټرالیا چې پنځه ځلې د نړۍوالې جام اتلولي ګټلې، د روانو سیالیو پیل یې سم ونه کړ او دوه لوبې یې بایلودې، خو وروسته یې پنځه لوبې پرله پسې ګټلې دي.
د کرکټ نړۍوالې شورا ویلي چې که څه هم د اسټرالیا تیز توپ اچوونکي پیاوړې دي، خو په روان نړۍوال جام کې د دوی ورو توپ اچوونکی ایډم زمپا ښه ځلېدلی او تر ټولو زیاتې ویکټې یې اخیستې دي.
دغه راز شورا ویلي چې افغانستان هم ډېره تکیه پر ورو توپ اچوونکو کوي خو که ابراهیم ځدراڼ او رحمنالله ګربز افغانستان ته ښه پیل ورکړ؛ نو لوبه ورته اسانیدلی شي.
اسټرالیا سره له لوبې یوه ورځ مخکې د کرکټ د نړۍ مشهور ستوري د هندوستان سچن ټنډولکر پرون په وانکیډي میدان کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره لیدلي، هغوی ته یې مشورې ورکړې او خپلې تجربې یې ورسره شریکې کړې دي.
افغان ژورنالیست جعفر هاند چې له کلونو راهیسې د کرکټ راپورونه ورکوي او تبصرې کوي، وایي، اسټرالیا او افغانستان دواړه سیمې فاینل ته د وتلو چانس لري او دا ګټه دواړو ته خورا زیات ارزښت لري.
هغه پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د اسټرالیا قوت د هغوی تېز توپ اچوونکي دي، سټارک، پاټ کیومینز، جاش هزیلووډ او کیمرون ګرین یې خورا چټک توپ اچوونکي دي، مګر په دغه نړۍوال جام کې تر دې دمه تر ټولو ډېرې ویکټې (۱۹) د دوی ورو توپ اچوونکي ایډم زمپا اخیستي دي.
هاند زیاته کړې، د اسټرالیا ډېری توپ وهونکي له ورو توپ اچوونکو سره ستونزه لري، په تېره لوبه کې دوی د انګلستان د عادل رشید په ۱۰ اورونو کې تقریباً په نیمایي کې یې منډې ونشوې کړې او عادل رشید یې دوه کسان وسوځول.
د نوموړي په وینا، په روان نړۍوال جام کې افغانستان لومړۍ لوبډله ده چې په دوو لوبو کې یې څلور ورو توپ اچوونکي لرل او لوبې یې وګټلې. د افغانستان د بالینګ لوی قوت ورو توپ اچوونه ده، مګر د ممبۍ په دې میدان کې په تېرو لوبو کې ورو توپ اچوونکي هم ډېر ځلېدلي نه دي. د ورو توپ اچوونکو په پرتله تېز توپ اچوونکي ښه ځلېدلي دي.
افغانستان چې له هالنډ سره لوبې کې څلورم سپینر نور احمد لکڼوال هم لوبولی و، دا پرېکړه به ورته اسانه نه وي، چې د ممبۍ په پېچ کې بیا هم څلور سپینران ولوبوي، که نوینالحق بیرته راولي نو هغه تېرکال په شل اوریز نړۍوال جام کې د اسټرالیا درې عمده توپ وهونکي اوټ کړي وو، خو روزونکي او کپتان به پېچ ته په کتو اخري پرېکړه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP