ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترانسپورټ وزارت: د کډوالو څه باندې درې زره کورنۍ مو خپلو سیمو ته لېږدولې دي

د ترانسپورټ وزارت: د کډوالو څه باندې درې زره کورنۍ مو خپلو سیمو ته لېږدولې دي

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوايي چلند  وزارت وايي، په تېرو شپږو ورځو کې يې د کډوالو ۳ زره او ۳۲۵ کورنۍ چې ۲۱ زره او ۴۶۷ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدولې دي.

د روانې نومبر میاشتې په لومړۍ نېټه پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوي ضرب‌الاجل وروستۍ ورځ وه چې د کډوالۍ اسناد نه لري.

د معلوماتو له مخې، یو عشاریه څلور میلیونه دا ډول افغانان پاکستان کې اوسېږي. د راپورونو له مخې، اوس پاکستاني پولیس افغان کډوال نیسي، کورونه یې ړنګوي او تر اوسه یې ګڼ شمېر په زور ایستلي دي.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د ياد وزارت په مشرۍ د ترانسپورټ کمېټې له لوري د راستنو شوو افغان کډوالو د لېږد بهیر دوام لري او تر تېرې ورځې (د لړم ۱۵مې) د ۳۳۲۵ کورنیو ۲۱۴۶۷ وګړي خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

سرچینه زياتوي، د ننګرهار له تورخمه ۱۱۴۷ او د کندهار له سپین بولدکه ۲۱۷۲ کورنۍ کندهار، اروزګان، هلمند، فراه، هرات، سرپل، زابل، غزني، کابل، پکتیکا او بغلان ولایتونو ته لېږدول شوي دي.

پاکستان په داسې حال کې د هغوی په وینا، اسناد نه لرونکي افغان کډوال په زور وباسي چې ملګرو ملتونو، یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او د بشري حقونو سازمانونو ترې غوښتي چې دغه کډوال دې په زور نه وباسي.

د افغانستان اسلامي امارت هم له پاکستانه غوښتي چې له تحمله کار واخلي او د ښه ګاونډیوب، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې دې افغان کډوال جبراً نه وباسي.

اسلامي امارت ويلي، په کومو هېوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده جوړه کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري.

دا مهال له پاکستانه راتلونکو افغان کډوالو ته په تورخم کې دوه کمپونه جوړ شوي او ټول لومړني خدمات ورته وړاندې کېږي. حکومت ویلي، راستنېدونکو کډوالو ته ترانسپورتي او نورې اسانتیاوې هم برابروي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.