کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په متحده عربي امارتو کې د مېشتو افغانانو د اړتیاوو حل په موخه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شوه.
د اسلامي امارت مشر د روان کال په پیل کې فرمان ورکړی و چې ټولې ادارې او وزارتونه مکلف دي چې د مراجعینو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې او ستونزو ته یې د حل لار پیدا کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد فرمان پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت مقام د هدایت سره سم د متحده عربي اماراتو په ابوظبي کې د پاسپورټ د وېش لړۍ د هېوادوالو د اړتیاوو د حل په موخه پیل شوه.
سرچینې لیکلي چې له نن وروسته په متحده عربي اماراتو کې مېشت هېوادوال کولای شي چې به ابوظبي کې د افغانستان سفارت قونسلي برخې ته د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې اسلامي امارت ژمن دی او هڅه کوي چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هېوادوالو ته د پاسپورټونو او نورو قانوني اسنادو ترڅنګ، قونسلي خدمات په ښه شکل وړاندې کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې پاکستان، ایران، ترکیه، مالیزیا او ازبکستان کې هم افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش او چاپ لړۍ پیل شوې دي.
Views: 49
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن