Language

لوګر کې په لومړي ځل د کبانو روزنې دولتي فارم جوړېږي

پل‌علم (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې په مرکز پل‌علم کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري د کبانو تولید او روزنې دولتي فارم جوړېږي.

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کبانو د تولید او روزنې دغه فارم د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «کنجک» سیمه کې په دوه جریبه ځمکه کې د راتلوونکو درېیو میاشتو په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي لګښت جوړیږي.

هاشمي زیاته کړه، د کبانو د تولید او روزنې دغه فارم به دوه حوضونه ولري چې په یو وخت کې به د شپږ زره کبانو د روزنې او ساتنې ظرفیت ولري.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د یاد فارم له جوړېدو وروسته به هر کال څلور ټنه د کبانو غوښه بازار ته د پلور په موخه وړاندې شي.

هغه زیاتوي، اوس مهال په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي برک او خوښۍ ولسوالیو کې شاوخوا ۱۰ د کبانو د تولید او روزنې واړه شخصي فارمونه شته او د کبانو ساتنې او پالنې په دغه ولایت کې ښې پایلې ورکړې دي.

دغه راز، د مرکز پل‌علم ښار یوه اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وویل، لوګر ولایت د کبانو د تولید او روزنې لپاره مناسبه هوا او چاپېریال لري.

نوموړي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت غږ وکړ چې سوداګر او د کبانو تولید او روزنې شرکتونه دې ته وهڅوي، څو په دغه ولایت کې د کبانو روزنې او تولید برخه پانګونه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.