ایبک (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): سمنګان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درهصوف ولسوالۍ کې یې د نشهيي توکو یوه زېرمه سوځولې او له هغې سره په تړاو یې څلور کسان هم نیولي دي.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیر قاري احسانالله مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې په یو لړ عملیاتو کې د تشهیي توکو یوه زېرمه کشف کړې او په کې شته ټول توکي یې له منځه وړي دي.
هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونو د دې زېرمې په تړاو څلور کسان نیولي دي.
د سمنګان امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیر څرګنده کړه چې په دغو عملیاتو کې ۱۰۵۰ کیلوګرامه اومان او یو د ژرندې ماشین سوځول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP