هرات (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): هرات کې د کرکټ ځيني لوبغاړي په دغه ولایت کې د معیاري لوبغالي له نشتوالي شکایت کوي، وایي چې د مناسب ځای نشتوالي له امله نه شي کولای چې په حرفهیي ډول د کرکټ لوبې وکړي.
د هرات د اریانا ښارګوټي د کرکټ روزنکي عبدالوهاب پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی څو ځلې په دغه ولایت کې د کرکټ لپاره د معیاري لوبغالو د جوړېدو غوښتنه کړې، خو تراوسه یې دغو غوښتنو ته د مسوولینو له خوا مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.
نوموړي زیاته کړه: «له مسوولینو یو ځل بیا غوښتنه کوو چې دغه ولایت کې د کرکټ لپاره معیاري میدانونه په نظر کې ونیسي او د دغه ورزش له مینه والو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي، ځکه چې تر اوسه د زون په کچه دې برخه کې هیڅ حمایوي اقدام نه دی شوی.»
د کرکټ یوه لوبغاړي محبالله بابر وویل چې د معیاري لوبغالي نشتوالی د دوی د مصدومیت لامل کېږي، په شته میدانونو کې شګې ډېرې وي او دوی په دې برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
د کرکټ یو مینهوال سیدجمال حسیني چې د دغه ولایت په تخت سفر سیمه کې یې د دوو لوبډلو ترمنځ لوبه لیدله، ویې ویل چې د معیاري او مناسب لوبغالي نشتوالی د دې لامل کېږي چې لوبغاړي خپلې وړتیاوې نندارې ته وړاندې نه شي کړای، څو په ملي او نړۍوالو لوبو کې ولوبیږي.
هغه وایي، د ملي لوبډلې مشهورو لوبغاړو له همداسې سیمهییزو او غیرمعیاري میدانونو پیل کړی په بهرنیو هېوادونو کې په لوبو او مسلکي تمریناتو سره بریاوو ته رسېدلي، خو دمګړۍ د ولایتونو په کچه لوبغاړي بهر ته د تلو وس نه لري، په دې برخه کې باید پاملرنه وشي.
دغه راز د هرات د ملي ټلوېزیون ورزشي خبریال الیاس نیازي هم هرات کې د بېلابېلو ورزشکارانو لپاره د معیاري میدانونو نشتوالی یوه ستونزه بولي، وایي: «دغه ستونزې د دې لامل شوي، څو دغه ولایت د بېلابېلو عمرونو ورزشکاران ونه لري.»
نوموړی هم له مسوولینو غوښتنه کوي، څو دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي او ژر دې د بېلابېلو ورزشونو لپاره معیاري میدانونه جوړ کړي.
بلخوا، د هرات د کرکټ بورډ امر عبدالله وفا له پژواک سره په خبرو کې دا ستونزه مني او وایي چې تراوسه دې برخه کې د کرکټ بورډ، المپیک کمېټې او ځایي ادارې له خوا کومه ځمکه نه ده ورکړل شوې.
نوموړي زیاته کړه، له ډېرې مودې راهیسې د ځينو ادارو له خوا د ځمکې د ورکړې ژمنې شوې خو تراوسه دغه ژمنې عملي شوي نه دي، څو د هېواد کرکټ بورډ دغه ولایت کې معیاري لوبغالی جوړ کړي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د هرات د ځایي ادارې نظر واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره بریالي نه شوو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP