کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ایران کې میشتو افغان پانګوالو سره ناسته کې، بهر کې پر مېشتو افغان پانګوالو غږ کړی چې خپل هېواد کې پانګونه وکړي او له خپلو هېوادوالو سره یو ځای د هېواد د ابادۍ لپاره مټې را ونغاړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.
هغه وايي، د هېواد د زېربنا رغولو په موخه د لویو پروژو چارې پيل شوي، صادراتو وده کړې، د اسانه پانګونې او مثمرې سوداګرۍ لپاره سیسټم له فساد او بیروکراسۍ څخه پاک شوی او په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه زیاته کړې، اوسمهال په افغانستان کې د صنعت لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې او د لا وسعت لپاره یې د برېښنا د تولید او برېښنایي پروژو د بشپړولو هڅې روانې دي.
هغه ویلي چې صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، پر خامو موادو مالیه کمه شوې، د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د لویو لارو بیارغونه پیل شوې ده چې ښه بېلګه یې د کابل- کندهار او سالنګونو لویې لارې او د اورګاډي د شبکې جوړولو اړوند نورې پروژې دي.
هغه زیاتوي چې د دې لارو په رغولو سره به سوداګري وده وکړي او له مرکزي آسیا څخه سوېلي آسیا ته د اموالو په انتقال او ټرانزیټ کې به هم ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
ده ویلي: «افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو کور دی او ټول یې د آبادولو مسوولیت لري، راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو.»
ملا برادر په ایران او نوره نړۍ کې پر مېشتو ټولو افغان کادرونو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو غږ وکړ چې خپل هېواد ته راشي، د هېواد په بېلا بېلو برخو لکه کانونو، زراعت، برېښنا تولید، بندونو جوړولو، ترانسپورت، صنعت او دې ته ورته نورو برخو کې پانګونه وکړي او له خپلو هېوادوالو سره یوځای د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د غونډې په پای کې ویلي: «عزت او آبرو په خپل کور کې وي، دا نن چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره څه روان دي موږ او تاسې یې ټول شاهدان یو، له خپل کور د باندې تل انسان پردی وي، ښه به وي چې له خپلو کورنیو او اولادونو سره په عزت او آبرو خپل هېواد ته راستانه شئ.»
ملا برادر ویلي، اسلامي امارت ټولو افغانانو ته چې د کډوالۍ اوږده مسافري او فراق یې تېرکړی هرکلی وايي او تر خپل وسه یې ملاتړ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP